د امارتي پوهنتونونو ۶۵ استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت… — وزارت تحصیلات عالی — TG.ME

د امارتي پوهنتونونو ۶۵ استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د ټولو امارتي پوهنتونونو ۶۵ پوهاند او پوهنوال علمي رتبو استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. په دغه ورکشاپ کې یادو استادانو ته د برېښنایي زده کړو کمېسیون غړو استادانو له لوري د ویډيو ثبتول، سمونه، د معیاري سلایډونو جوړول، د سلایډونو جوړولو وسایل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول. نېټه: پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربيع الاول١٣مه د ۱۴۰۵هـ.ش کال د سنبلې ۵مه

September 1, 2026 227